روغتیا

دکرونا ويروس د ٣٣٠ مثبتو پېښو ثبت

کابل / د ثور ١٦مه / باختر
دعامې روغتيا وزارت وايي په  تېرو٢٤ ساعتو کې  د ٣٣٠ نويو مثبتو پېښو په ثبت سره  په افغانستان کې په کرونا ويروس داخته کسانو شمېر ٣٢٢٤ تنو ته ورسېد.                            د باختراژانس د خبرله مخې؛  په  تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس د ثبت پېښې په هرات کې ٥٩ مورده ، کابل کې ٤٥مورده ، قندهار٤١ مورده ، بلخ ٣٨ مورده ، پکتيا  ٢٦مورده ، ننګرهار ١٣ مورده ،  پنجشير١٢ مورده ، لغمان ١١ مورده ، تخار ١١ مورده  ، لوګر ١٠ مورده ، سمنګان ١٠ مورده ،  پکتيکا ٩ مورده ، پروان ٧ مورده ، فارياب ٦ مورده ، کونړ ٥ مورده ،  کندز  ٥ مورده ، غزني ٥ مورده ، وردګ ٤ مورده ،. کاپيسا ٤ مورده ، بدخشان ٣ مورده ، زابل ٣ مورده ، فراه  ٢ مورده  اوپه هلمند کې ١مورده ثبت شوې دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته