اقتصاد

دکم لګښتو څراغونو درواجولو دپروژې قرارداد لاس ليک شو .

-کابل باختر د وري  اتمه :
دکم لګښتو څراغونو  درواجولو دپروژې   قرارداد نن دانرژۍ  او اوبو وزارت او داروپا درايتک شرکت ترمنځ چې داوطلبې  ته وړاندې شوى و لاسليک شو .
دغه قرارداد دکابل دبريښنا دبهير دښه والي او دبريښنا انرژۍ  په  ضايعاتو کې دکمښت لپاره دکم لګښتو څراغونو درواجولو  په موخه لاسليک شوى دى .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغه قرارداد  لګښت څلور مليونه او اته سوه زره امريکايي ډالره اټکل شوى دى  چې  دانرژۍ او اوبو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي .
دانرژۍ او اوبو وزير علي احمد عثماني  ددغه قرارداد دلاسليک کولو  په وخت کې  وويل چې ددغې پروژې له مخې کم لګښته څراغونه ، دهغو څراغونو ځاى نيسي چې زيات لګښت لري .
دعثماني دڅرګندونوله مخې، ددغو څراغونو په کارولو سره دانرژۍ لګښت اويا سلنه کمښت مومي اوپه لومړى ګام کې ددغې پروژې پلې کول په دولتي ادارو او دسړکونو په څراغونو کې پيليږي .
ده له خلکو  څخه وغوښتل  چې دبريښنا دلګښت په  وخت  زياته پاملرنه وکړي اوسپما په پام کې ونيسي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته