امنیت

دوه تنه د درې پنځوسو کيلوګرامو اپينو د ليږدونې په تور ونيول شول

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٧
د جوزجان ولايت د آقچې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو ٥٣ کيلوګرامه اپين ډوله نشه يي توکي کشف او دوه تنه ليږدونکي يې ونيول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: پوليسو نن د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي چې درې پنځوس کيلوګرامه اپين يې په مهارت سره په يوه هينو ډوله موټرکې تر لرګيو لاندې ځاى پرځاى کړي و؛ ونيول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغو کسانو دغه اپين دتخار په ولايت کې بار کړي و او غوښتل يې چې د خم آب ولسوالۍ ته چې يوه سرحدي ولسوالۍ ده او له ترکمنستان سره ګډه پوله لرى وليږدوي چې د پوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: له دغو کسانو څخه يو موټر سايکل او يوه تومانچه هم دپوليسو ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته