امنیت

دکندهار په عملياتو کې په لسگونو تنه طالبان وژل شوي اويا نيول شوي دي

دوسله والو طالبانو له شتون څخه دکندهار ولايت دځينو ولسواليو دپاکولو لپاره دافغان اوناټو دځواکونو عمليات هماغه شان دوام لري .

افغان ځواکونه ادعا کوي چې تراوسه پوري يې ددغو عملياتو په بهيرکې سل تنه وسله وال طالبان وژلي دي اويا يې نيولي دي.

دميوند ، شاولي کوټ او خاکريز په ولسواليو کې دغه عمليات دپخوا په شان دوام لري .

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ سرپرست جنرال عبدالرزاق دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل چې تراوسه پوري افغان ځواکونه په دي بريالي شوي دي چې څه ناڅه سل تنه وسله وال طالبان ونيسي اويا يي له منځه يوسي .

جنرال عبدالرزاق وايي چې دوى ددغو عملياتو دپيل په لومړيو دريو ورځو کې دکندهار ولايت پنځه ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکي کړي دي او دميوند ، شاولي کوټ او دحاکريزدولسواليو په زياترو سيمو کې يې يولړ پرمختګونه کړي دي

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ سرپرست زياته کړه چې ډير ژربه هغه نوري سيمي چې جګړه پکې روانه ده هم دوسله والو طالبانوله شتون څخه پاکې شي .

جنرال عبدالرزاق په دغونښتوکې دملکي وګړودسرداحتمالي زيان په باب څه ونه ويل .

درارسيدلو خبرونوله مخې دغه عمليات دافغان ځواکونوله خوا دناټو دجنګي الوتکو په ملاتړ دسه شنبې له ورځې څخه پيل شوي دي .

ددغو عملياتو يوه برخه تير کال دکندهار ولايت په ځينوولسواليو کې ترسره شوي و ويل کېږي چې له دغو عملياتو وروسته زياتره افغان ځواکونه دخلکو دامنيت دتامينولو لپاره دطالبانو له شتون څخه په پاکو شويو سيمو کې ځاىپرځاى شول او هم په دغو سيمو کې دبيارغاونې پروګرامونه دنړيوالې ټولنې په مرسته

ګړنديتوب موندلې ده .

دکندهار والي توريالي ويسا رسنيو ته ويلي دي چې له وسله والو طالبانو څخه ددغه ولايت دنورو ولسواليو له پاکولو وروسته پرمختيايي اودبيارغاونې پروګرامونه هم پکې پيليږي .

دغو عملياتو په لسگونو کورنۍ له خپلوکورونو څخه وتلو ته اړي کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته