امنیت

دکندهار په هوايي ډګر دراکتي بريدونو مخنيوي .

٢- کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

  دکندهار ولايت دملي امنيت چارواکي وايي: ددغه ولايت په نړيوال هوايي ډګر يې دراکتي بريدونو طرحه شنډه کړه .

 دغو چارواکو وويل، وسله والو طالبانو غوښتل چې په دغه هوايي ډګر څلور راکتي بريدونه وکړي خو دهغوى ځواکونو دمخالفينو دغه طرحه ناکامه کړې ده .

 دکندهار ولايت دملي امنيت رييس دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دطالبانو دغه تروريستي طرحه په تيره اوونۍ کې شنډۀ شوې ده .

 دکندهار دملي امنيت رييس  ددغې ناکامې تروريستي طرحې  دڅرنګوالي په باب څه ونه ويل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته