امنیت

دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي اعلاميه

دکورنيو چارووزارت د دوديزې لويې جرګي په امنيتي پلانونو دطالبانو دلاس رسي په باب د طالبانو د ډلې ادعا په کلکه ردوې . دطالبانو دغه ادعا بي بنسټه ده اوپه حقيقت کې دهغو ي درواني جګړې يوه برخه ده چې د دوديزې لويې جرګي دکار دګډوډولو او دبرخه والو دروحيي دکمزوري کولو په مقصد ترسره کيږي .

طالبان له څه مودي راپديخوا هلې ځلې کړي دي چې دجرګي کارګډوډ کړې چې ددوي دغه هلې ځلې به دافغان امنيتي ځواکونو له خوا دښو امنيتي تدبيرونو په نيولو سره شنډي شي .

دطالبانو دغه ادعا دهغو فشارونو زيږنده دي چې دامنيتي ځواکونو له خوا په هغوي اچول شوي دي اوطالبان له ناوړو تبليغاتو پرته بله لاره نه لري .

دکورنيو چارو وزارت دافغانستان دملي اردو او دملي امنيت دلوى رياست په ګډو هلوځلو سره د ځانګړو امنيتي تدبيرونو په نيولو سره ژمن دي چې ددغې سترې جرګي امنيت تامين کړې او په دې لاره کې له هيڅ راز قربانيو څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته