امنیت

دیارلس تنه سیمه يیز پولیسان په دره صوف ولسوالۍ کې شهیدان شول

کابل / باختر / د وږي ۱۹مه
د سمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې تېره شپه ١٣ تنه سیمه يیز پولیسان له طالبانو سره په نښته کې شهیدان شول .
د سمنګانو د کوز دره صوف ولسوال عبدالیقین احمدي د با ختر آژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د یوه سیمه يیز قوماندان ریيس ابراهیم په ساحه زیرکي کلي کې په یوې امنیتي پوستی برید وکړ چې له امله یی ١٣ تنه سیمه يیز پولیسان شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان شول .
خبرځای زیاته کړه چې له دغه برید وروسته د وګړني پاڅون په لسګونو تنو افرادو په طالبانو برید وکړ چې له امله یی درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، څلور تنه ټپیان او نور یی له ساحې څخه وتښتیدل. پاى / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته