خبرونهامنیت

دیارلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

۱۰- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
دیارلس وسله وال طالبان په روزګان کې په وروستيو نښتو کې ووژل شول.
دغه نښتې تېره شپه ترينکوټ ښار ته څېرمه او د دهراوود او چارچينو ولسواليو په مربوطاتو کې شوې دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د لومړي لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په يادو نښتوکې ١٣وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ نوریې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه نښتې د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته پيل شوې چې د افغان هوايي ځواکونو په ملاتړ يرغلګر وځپل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
په روزګان کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل کشف او ترلاسه شول.
دغه جنګي وسايل ترينکوټ ښار ته څېرمه د وسله والو طالبانو په پټنځي کې ساتل کېدل.
پوليس وايي: په يادو جنګي وسايلو کې ماينونه، بمونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي شته او تراوسه یې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته