خبرونهاقتصاد

د آقینې- اندخوی د اوسپنې پټلۍ به تر راتلونکو څو ورځو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي په فاریاب ولایت کې د ۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د آقینې- اندخوی د اوسپنې پتلۍ د پاتې چارو بهیر بېرته پیل شوی، او تر راتلونکو څو ورځو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه پټلۍ چارې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په ۱۳۸۹لمریز کال کې پيل شوې وي، او ډېره اندازه ترسره شوې هم وې، خو د کرونا وبا د خپرېدو او په استملاک کې د ستونزو له کبله يې د پوه کېدو چارې وځنډېدي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په هڅو د یادې پروژې پاتې چارې تېره ورځ بیا پیل کړې، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میاشتې تر نیمايي پورې به ګټې اخیستنې ته وسپال شي.

باید وویل شي چې د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به ځایي خلکو ته کاري فرصتونه برابر، سوداګرو ته به نورې آسانتیاوې هم رامنځته، او د ملي عوايدو په کچه کې به ډیروالی راشي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته