سیاست

په آمنه فدوي ليسه کې د راى ورکولو بهير په ځنډ سره پيل شو

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د آمنې فدوي ليسې په انتخاباتي مرکزکې د راى ورکولو بهير له يو ساعت ځنډ وروسته پيل شوى دى، خو د دغه مرکز ښځينه څانګه تر اوسه نه ده پرانيستل شوې. د آمنې فدوي ليسې د راى ورکولو مرکز مسوول حزب الله د دغه مرکز د ښحينه څانګې د نه پرانيستل کېدو علت د کتونکو نشتوالي وباله.
د آمنې فدوي ليسې د راى ورکولو په مرکزکې ګنه ګوڼه د نورو انتخاباتي حوزو په نسبت زياته ده.
يوشمېر راى ورکوونکو د سهار په شپږو بجو دغه مرکز ته دراى ورکولو لپاره راغلي وو،  خو د راى ورکولو بهير د سهار په اتو بجو ( له يو ساعت ځنډ) وروسته پيل شو.
ختم-ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته