سیاست

استراليا افغان پناه غوښتونکي نه شړى .

کابل باختر د ليندي اتمه :
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهرانوري په کابل کې د استراليا سفير جان فليپ او ددغه هيواد دمهاجرينو دچارو له اتشه سره افغان پناه غوښتونکو ته داسانتياو دبرابرولو دڅرنګوالي  او د کانبرا نويو پاليسيو او په دغه هيواد کې دافغان پناه غوښتونکو دشتو چلنجونو دحل کولو په  باب وکتل او خبري يې ورسره وکړي .
دباختراژانس دخبر له مخي ،انوري په دې کتنه کې زياته کړه سره له دې چې داستراليا نوي دولت دپولو دساتنې او له هغو پناه غوښتونکو سره دچلند په برخه کې چې دسمندرونو له لاري دغه هيواد ته ځي ، نوي پاليسۍ وضعه کړي دى او هغوى دپاپواګينه نو او ناروټاپو استوي . ټاکل شوي ده دراتلونکو احتمالي انديښنو دلري کولو په خاطر دملي شورا، دمهاجرينودراستنولو دچارو وزارت او دنورو اړوندو ادارو په ګډون يو هئيت دغه ټاپوګانو ته لاړ شي او هغو پناه غوښتونکو ته چې دغو سيمو ته استول کيږي شته امکانات  وڅيړي .
انوري دغه راز داستراليا ددولت له خوا دپناه غوښتني دمجوزدلغوه کولو په باب دافغانستان دملي شورا دغړو انديښنې په کابل کې ددغه هيواد له سفير سره طرحه کړې او ويي ويل  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دپخوانى موافقي له مخې ډاډمن دى چې داستراليا دولت دافغان پناه غوښتونکو په شړلو لاس نه پوري کوي خو د هيواد ځينې  اوسيدونکي ددغه احتمال له پلوه په ويره او ډارکې دي.
په کابل کې داستراليا سفير په دي اړوند انديښنې بي ځايه وبللې او ټينګار يي وکړ چې داستراليا نوي دولت دهغو پناه غوښتونکو په اړوند چې دسمندرونو او دقاچاقو له لاري دغه هيواد ته ځي ،  دوه پاليسۍ تصويبې  کړي دي چې دلومړى پاليسي له مخې هغه کسان چې دروان ميلادي کال دجولاي دمياشتې له نولسمي نيټې مخکې استراليا ته تللي و ، لنډ مهالې ويزې  به چې موده يې دري کاله ده ، ترلاسه کړي .
ده څرګنده کړه چې دغه شان کسان کولاى شي داستراليا ټولنې ته ننوځي او ددغه هيواد دنورو اتباعو په شان خپل ژوندانه ته دوام ورکړي .
دده دڅرګندونو له مخې ددري کلن مودې له پاى ته رسيدو وروسته ددغو غوښتونکو دهيوادونو حالت څيړل کيږي او په هغه صورت کې چې له سياسي او امنيتي پلوه ددوى دهيوادونو په حالت کې ښه والي نه وي  راغلى ددوى داستوګنې ويزې به تمديدي شي
فليپ زياته کړه دهغو کسانو په وړاندې چې د ٢٠١٣ کال دجولاى دمياشتې له نولسمي نيټې وروسته دقاچاقو له لاري استراليا ته داخليږي ددويمي پاليسۍ له مخې له استثنا پرته دنارو او پاپوا ګينه نوټاپوګانوته استول کيږي او ددوى قضيې به په دغو ټاپوګانو کې وڅيړل شي .
ده ټينګار وکړ چې تراوسه پورې هيڅ افغان پناه غوښتونکي په اجباري ډول له استراليا څخه نه دى شړل شوى او دغه هيواد ژمن دى چې دنړيوالو کنوانسيونونو پربنسټ  له ټولو پناه غوښتونکو سره يوشان چلند وکړي .
په کابل کې داستراليا سفير دغه راز څرګنده کړه هغه کسان چې په داوطلب ډول له استراليا څخه وځي او خپل اصلي هيواد ته ستنيږي اړونده مرکزونه په تيره بيا دمهاجرت نړيوال سازمان به په هر سړي څه ناڅه څلور زره استراليايي ډالره وويشي.
په دې کتنه کې دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير يوځل بيا په باريک اب کې دمهاجرينو دميشت کولو په ښارګوټې کې دلازمو اسانتياو دبرابرولو او دودانيو دجوړولودکاردبهير ګړندي کول او هيوادوالو ته دپوهاوي دپروګرام برابرول دخپلونورو غوښتنو ترڅنګ داستراليا له سفير سره طرحه کړل او ددغه هيواد ددولت په پاملرنې باندې يې ټينګار وکړ .
جان فليپ  اوملګرى هيئت يې سره له دې چې په استراليا کې دافغان پناه غوښتونکو او دنورو هيوادونو داتباعو حالت ته پاملرنه دخپلو ملي پروګرامونو له لومړيتوب  څخه  وبلله او يوځل بيايې ژمنه وکړه چې په نږدي راتلونکي کي به دوى دمهاجرينو داستوګنې په ښارګوټې کې دټولو بشري اړتياو دبرابرولو په باب جدي هلې ځلې وکړي .
په دې کتنه کې دواړو لورو يوځل بيا په ډاګه کړه چې تراوسه پوري هيڅ داسې موافقه ليک چې په هغه کې په جبري ډول دافغان پناه غوښتونکو دشړلو يادونه شوي وي  دهيواد دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت او داستراليا ددولت ترمنځ نه دى لاسليک شوى او ټول لاسليک شوي موافقه ليکونه يواځي داوطلبو راستنيدونکو ته داسانتياو دبرابرولو په مقصد دي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته