خبرونهورزش

د ابوظبي په سياليوکې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم اتل شو

 کابل /  دوري  ٢مه /باختر

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ابوظبي جام د سياليو اتل شو.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغالي وکولاى شول چې د دغو سياليو په پرله پسې دريو لوبو کې زمبابوي ته ماتې ورکړي او د اتلوالى جام ترلاسه کړي .

د افغانستان کرکټ بورد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه برياليتوب په نړيوالو سياليو کې د افغانستان د ملي ټيم د زياتو برياليتوبونو په لور يوسترګام دى .

د زمبابوي په وړاندې په دغو سياليو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ښۀ ځلېدل د نړۍ د ورزشي رسنيوله مهموخبرونوڅخه دى .

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته