خبرونهورزش

د ابومسلم ټيم د فراه فوټبال د حذفي جام اتل شو

کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر

د ابومسلم د فوټبال ټيم د فراه فوټبال د حذفي  جام د سياليو اتل شو.

د ابومسلم ټيم د دغوسياليو په پای لوبه کې بريالى شو چې د صفر په وړاندې په دوو سره د ابومسلم بختور ټيم ته ماټې ورکړي او د اتلوالۍ جام وګټي.

دغه  سيالۍ د ١٢ټيمونو ترمنځ د فراه ښار په لوبغالي کې پيل شوې وې.

د فراه د فوټبال فدراسيون يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د فوټبال د ودې او د دغې ورزشي څانګې غوره څيرو د ټاکنې په خاطر پيل شوې وې.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته