کابل، د چنګاښ ۲۲ مه ، باختر
د بغلان د احصایې او معلوماتو ریاست په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو بهیر له پیل څخه تر اوسه پورې پر ۳۵ زرو تنو برېښنايي پېژندپاڼو وېشلې دي.
د بغلان د احصايې او معلوماتو رئیس مولوي ګل الرحمن رحماني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په بغلان کې د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهیر له پیل څخه تر اوسه پورې ۳۵ زره برېښنايي پېژندپاڼو ته رسېدلې دي.
هغه وویل چې د برېښنايي او کاغذي تذکرو د وېشلو له پلوه دغې ادارې ۱۶ میلیونه ۶۹۵ زره افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه همدا اوس د بغلان په مرکز پلخمري ښار او د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهیر دوام لري او دغه اداره هڅه کوي چې په خنجانو ولسوالۍ کې د برېښنايي تذکرو د وېشلو یو بل مرکز هم فعال کړي، چې د اندرابو، خنجان او د تاله او برفک د ولسوالیو خلکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
مولوي رحماني د بغلان ټولو خلکو ته د برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو کې د شفافیت ډاډ ورکړ.
ع