خبرونهاقتصادTOPټولنه

د اختر بازار او کورنیو تولیداتو نندارتون په کابل کې پرانیستل شو

کابل، د چنګاښ ۱۵مه، باختر

د “اختر بازار او کورنیو تولیداتو” تر عنوان لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې، د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې او د صیام بزنس، کلید ګروپ، کارپوه، الوان پروډکش او کاپیسای باستان شرکتونو ګډ نندارتون نن د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې، بازار ته د نویو تولیداتو وړاندې کولو او په مناسبه بیه د با کیفیته توکو د پلورلو په موخه جوړ شوی دی.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شېر محمد عباس ستانکزي وویل، چې افغانستان د طبیعي او جغرافیایي له پلوه داسې موقعیت لري چې د نړۍ زیات هېوادونه یې نلري او افغانان باید ترې ښه استفاده وکړي.

ستانکزي زیاته کړه چې هېڅ هېواد افغانستان نشي جوړولی، بلکې دا افغانان دي؛ چې تېر هېر کړي او لاسونه سره یو او خپل هېواد جوړ کړي.

د هغه په وینا؛ په تېرو شلو کلونو کې، په افغانستان کې د بهرنیانو کارونه ټول نمایشي وو، خو اوس د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په کچه هڅې روانې دي چې د افغانانو د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د هېواد په دننه او بهر کې بازارونو پیدا شي.

د سیاسي معین څرګندونو له مخې؛ اسلام هغه دین دی چې ټولو ته حقه حقوق ورکړي دي او څرګنده یې کړه چې ښځې د افغانستان نیمایي برخه جوړوي.

هغه همدا رنګه د هېواد د اقتصادي وضعیت د ودې او پراختیا په برخه کې د ښځو رول مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت د شریعت مطابق د هېواد د آبادۍ لپاره هغوی ته په بېلابېلو برخو کې کار ورکوي او د هغوی د فعالیتونو ملاتړ کوي.

هغه یوځل بیا له هېواده بهر پر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې او را دې شي او په خپل هېواد کې دې پانګونه وکړي.

دغه راز د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري، د حکومتولۍ د مؤلفو په اړه چې د قانون واکمنۍ، شفافیت، څارنه او اغېزمنتوب په کې شامل دي، خبرې وکړې او وویل، چې په اوسني اسلامي نظام کې دا ټولې مؤلفې موجودې دي.

نظري دغه راز په هېواد کې د کاذب اقتصاد د مخنیوي لپاره د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

همدا رنګه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال په خپلو خبرو کې، له خصوصي سکټور څخه د دغه وزارت ملاتړ اعلام کړ او څرګنده یې کړه چې دغه سکټور د وارداتو ترڅنګ، د افغاني تولیداتو او محصولاتو صادراتو ته هم باید پاملرنه وکړي.

د غونډې په بهیر کې، نورو وینا والو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د خصوي سکټور پر ملاتړ او د دغه شان نندارتونونو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې، رفیع الله مشواڼي او فاطمې دوه تنه چې په نندارتون کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته اېښي دي، له باختر آژانس سره په خبرو کې، له اسلامي امارت څخه یې غوښتل، چې د هغوی ملاتړ وکړي او تولیداتو او محصولاتو ته یې بازارونه پیدا کړي.

د مراسمو په پای کې مسئولینو د نندارتون بېلابېلې برخې وکتلې.

د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون په « انټرکانټیننټل هوټل» کې جوړ شوی او د درېيو ورځو لپاره د لیدنکو پر مخ پرانيستۍ دى.

په دغه نندارتون کې چې د نارینه و او ښځو لپاره شاوخوا۱۸۰غرفې جوړې شوې دي، د ښځو لاسي صنایع، خوراکي، غیر خوراکي او د مینځلو توکي او نور وسایل نندارې ته وړاندې شوې دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته