ورزش

د اردو او ميوند ټيمونه لوبه کوي

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :                                                                        

په کابل کې  دفوټبال  دغوره  ليګ سيالۍ نن مازيګر داردو او ميوند دټيمونو په  لوبې سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دفوټبال  دغوره ليګ سيالۍ دديارلسو ټيمونو په  ګډون په غازي لوبغالې کې پيل شوې دي اوپه پرونۍ لوبه کې  دکابل دځوانانو او داستقلال ټيمونو لوبه له  ګول پرته برابره   پاى ته  ورسوله .
ديوبل خبرله مخې :  په کابل کې دفوټبال  دالف  ګروپ سياليو پرون دمشعل او
دسالار دځوانانو دټيمونو په لوبې سره دوام وکړ.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصيرقيومي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې پړاو کې دمشعل ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره  دسالار دځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه .
دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ دشنبې په ورځ په غازي لوبغالي کې دپامير او حبيبيانا دټيمونو په لوبې سره  دوام مومي.
قيومي زياته کړه ددغو سياليو ګټوونکى ټيم دکابل دغوره ليګ دسياليو امتيازترلاسه کوي او دوه ټيمونه نور په ډير کم امتياز سره دويم  لاس غوره سياليو ته لاره مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته