ټولنه

د ارواښاد تواب غورځنګ د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام

کابل/ د چنګاښ ۲۸ مه/ باختر
په خواشینۍ خبر شوم چې د ملي امنیت شورا مخکینی ویاند او ژورنالېست تواب غورځنګ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انالله واناالیه راجعون

ارواښاد غورځنګ د هېواد فعال ځوان  او خدمتګار شخصیت و، د بېلابېلو دندو ترڅنګ یې د عامه افکارو د روښنایۍ او د ټولنې د پرمختګ لپاره هلې ځلې کولې او مړینه یې یوه ضایعه ده.

د ارواښاد غورځنګ د وفات له امله د هغه کورنۍ، دوستانو او د خوست ولایت شریفو خلکو ته تسلیت وایم، الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي.

امین یا رب العالمین

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا