سیاستخبرونه

د اروپا د پارلمان استازي: موږ د افغانانو ژوند خراب کړ

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د اروپا د پارلمان يو غړی ويلی دی، چې موږ د افغانانو ژوند خراب کړ.

د اروپا د پارلمان غړي ميک والاس ويلي چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د خپل شل کلن شتون په موده کې د دغه هېواد بنسټونه ويجاړ کړل او په دوامدار ډول يې په دغه بيوزله هېواد کې د بشر حقوق تر پښو لاندې کړل، تر هغه ځايه چې نن افغانان له لوږې څخه مري ميک والاس په افغانستان کې د امريکا او ناټو د اقداماتو په انتقاد سره وويل، موږ د افغانانو ژوند خراب کړ او اوس یې له لوږې وژنو.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې په ورځ کې ٣ سوه ميليونه ډالر لګول چې دغه هېواد له منځه يو سي، او اوس چې له دغه هېواد څخه وتلې په ډول ډول فشارونو سره د افغانستان خلک له لوږې وژني، په داسې حال کې چې د يوې بې پايلې جګړې د دوام لپاره اوکراين ته پيسې او وسلي ورکوي خو نه شو کولاى او په حقيقت کې نه غواړو د افغانانو دسترخوان چې لوېديځ والو تش کړ بېرته یې ډک کړو.

د اروپا د پارلمان دغه غړي څرګنده کړه، چې د خوړو نړيوال سازمان د افغانستان له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره له دريو برخو څخه يوه برخه راټولې کړې، په داسې حال کې چې د اروپا اتحاديه او امريکا چمتو نه دي چې پاتې پيسې ورکړي.

څو ورځې وړاندې د ملګروملتو سازمان د خوړو د نړيوال پروګرام اجرائيه رئيس د افغانستان بحراني حالت او له اړو کسانو سره د مرستې لپاره د بوديجې د کمښت په بيانولو سره ويلي و، چې دغه سازمان اړ دى، چې په افغانستان کې لوږي کسان له پامه وغورځوي چې له قحطۍ ځپلو سره مرسته وکړي.

بايد وويل شي، چې د اروپا پارلمان د دغه غړي څرګندونې په يو تريخ واقعيت اعتراف دى، تريخ واقعيت دا دى، چې افغانستان د امريکا او د هغه د متحدينو په بمبارۍ کې ويجاړ شو او اوس چې له افغانستان څخه وتلی په دسيسې، توطيې او د اقتصادي ستونزو په رامنځته  کولو سره د دغه هېواد خلک وژني.

\  ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته