ورزش

د استقلال کابل د فوټبال ټيم د لغمان د ځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه

کابل / د وري ٦مه / باختر
د کابل د استقلال د فوټبال ټيم د لغمان د ځوانانو ټيم ته د يوې په وړاندې په ٦ سره ماتې ورکړه .
دغه لوبه پرون مازيګر د افغانستان فوټبال د اتلانو ليک د سياليو په چوکاټ کې ترسره شوه .
په دې لوبه کې د کابل د استقلال د فوټبال ټيم لوبغاړو د يوې ښکلې او يرغليزې لوبې په وړاندې کولو سره يې وکولاى شول د لغمان د ځوانانو ټيم دروازه شپږ ځلې پرانيزي.
د افغانستان فوټبال د اتلانو د ليک سيالۍ د هېواد له دريو زونونو څخه د ١٢ ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي.
دافغانستان د فوټبال فدراسيون مسوولين وايي چې د دغوسياليو اتل به د اسيا د اتلانو ليک په سياليو کې د افغانستان لومړنى استازي وي، کابل ، هرات اومزارشريف د دغو سياليو کوربه توب کوي .
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته