خبرونهاقتصادټولنه

د شبرغان ښاروالۍ څه باندې ۶۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وري ۱۶ مه، باختر

د شبرغان ښاروالۍ مسوولین وايي، چې یادې ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال په بهیر کې څه باندې ۶۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د شبرغان ښاروال مولوي حبیب الله قانع د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې یاده ښاروالۍ په ۱۴۰۲ کال کې د خپلو دوو ثابتو او غیرثابتو عایداتي سرچینو له درکه ۶۴ میلیونه ۷۸ زره ۶۴۰ افغانۍ عواید راټول او دولت خزانې ته سپارلي دي.

د یادونې وړده، چې دغه عواید د کورونو د صفايي، د ښاري خدمتونو د ننوتو دروازو، د مسلخ، اعلاناتو، د وسایطو د کرایې د صنفي فعالیتونو د جوازونو، د دوکانونو او دولتي ځمکو د کرایې او د دغې ادارې د ملکیتونو کرایې له درکه راټول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته