سیاستټولنه

د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر له استاد محمد اکبري سره وکتل

کابل / د مرغومې ۲۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه له استاد محمداکبري او د غور له مخور سید نادر بحر سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د رییس الوزرا مرستیال د هېواد پر بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او تعلیمي مسایلو له دوی سره خبرې وکړې.
مولوي عبدالکبیر د دوی د مشورو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په ټولو برخو کې د ستونزو د حل لپاره لاس پکار شوی او په دې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي. هغه ژمنه وکړه چې د دوی مشورو او وړاندیزونو ته به لازمه پاملرنه کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته