سیاست

د اسلامي امارت د سياسي دفتر مرستيال په دوحه کې د پاکستان له سفير سره وکتل

کابل / د وږي ۱۳مه / باختر
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ ویلي دي چې د اسلامي امارت د سياسي دفتر مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د سياسي دفتر پلاوي په دوحه کې نن د پاکستان له سفير او مل پلاوي سره کتلي دي.
د وردګ د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستيو تحولاتو، د راتلونکو دوه اړخيزو اړیکو او اړوندو موضوعاتو او په پوله کې د خلکو د تګ راتګ د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ښو او مثبتو اړيکو پر دوام او پراخوالي ټینګار وکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته