کابل/ د غويي١٦مه/ باختر
د هېواد لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي پرون د دغه ولایت د مرکز فيض اباد ښار له مخورو او مشرانو سره وکتل.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د فیض اباد ښار مخورو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې او د دوى پر وړاندې د شته ننګونو د حل غوښتنه یې وکړه.
شریعتي د فیض اباد ښار د مشرانو د ستونزو له اورېدلو وروسته له دوی سره د شریعت او د قانون په چوکاټ کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
\ ذ