سیاستخبرونهټولنه

د اسلامي امارت وياند: اسدالله هارون د ګونتانامو له زندان څخه آزاد شو

کابل، د چنګاښ٣مه، باختر

د اسلامي امارت ویاند نن په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي چې، اسدالله هارون د ګوانتانامو له زندان څخه آزد شوی دی.

د باختراژانس د خبرله مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين او د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې اسدالله هارون د ګوانتانامو له پاتې اتو زندانیانو څخه و چې د افغانستان اسلامي امارت د هڅو او له امریکا سره د مثبت تعامل په پایله کې خوشې شو.

د افغانستان اسلامي امارت خپله دنده ګڼي چې په نورو هیوادونو کې د بندیانو خلاصون او پوښتنې ګروېږنې وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې په نورو هېوادونو کې به هم  پر افغانانو ظلم ونه شي.

موږ دا مهال له یو شمېر هغو هېوادونو سره په  اړيکه  کې یو، چې افغانان یې په بېلابېلو پلمو بندیان کړي او د هغوی  د خلاصون په اړه هڅې روانې دي.

له همدې امله ده چې نن موږ له ګوانتانامو څخه  د اسدالله هارون د خلاصون او له څو کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره د هغه د یوځای کېدو شاهدان یو.

په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو له امله د دوست هېواد (قطر) څخه هم مننه کوو

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته