سیاست

د اسلامي امارت يو لوړ رتبه هيئت هرات ته سفر وکړ

کابل / د لړم٢٩/ باختر:
د کابينې د يوشمېر وزيرانو او معينانو په ګډون يو لوړ رتبه دولتي هيئت د ترکمنستان له لوړ رتبه هيئت سره د کتنې په مقصد هرات ته سفر وکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې: په دې هيئت کې د کانونو او پتروليم، سوداګرۍ او صنعت، اقتصاد، کرنې او مالدارۍ ، د کورنيو چارو، بهرنيو چارو ، اود ملي دفاع سرپرست وزيران او معينانو، او د استخباراتو رياست او د برېښنا شرکت د رياستونو مسوولين په دغه هيئت کې شامل دي.
هرات ته د لوړ رتبه دولتي هيئت د سفرهدف د ترکمنستان له لوړ رتبه هيئت سره کتنه بلل شوې ده.
ټاکل شوې ده په دې کتنه کې د دواړو هيئتونو لوړ رتبه هيئتونه د اقتصادي مسئلوله دې جملې د ټاپي پروژې، د برېښنا پروژې دعملي کار د پيل ، د لاجوردو د لارې د ترانزيتي ستونزو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د نورو اقتصادي او سياسي همکاريو په اړه خبرې وشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته