خبرونهسیاستTOP

د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د روسيې او ازبکستان له ځانګړو استازو سره وکتل

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د دوحې په ۳ مه ناسته کې د ګډون په موخه قطر هېواد ته د اسلامي امارت تللي پلاوي نن د روسيې او ازبکستان هېوادونو له ځانګړو استازو سره کتلي دي.
د ياد پلاوي مشري او د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په مهمه ناسته کې يې د کابل او مسکو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

Img 20240630 Wa0002
مجاهد زياته کړې، چې په دغه ناسته کې روسیې د افغانستان اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ او اسلامي امارت هم د روسیې له مثبت دریځ څخه مننه کړې.
په ورته وخت کې نوموړي همدارنګه ويلي چې د ازبکستان د ولسمشر له استازي عصمت الله ارګاشف سره په ليدنه کې يې هم د دواړو هېوادونو په اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
نوموړي هم وړاندې ويلي چې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت له دريځ څخه ملاتړ کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته