خبرونهسیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسلامي امارت په شتون کې د وېرې او وحشت رامنځته کېدل امکان نه لري

 کابل ، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاد حفظه الله ټینګار کوي چې افغانستان یوآزاد او خپلواک هېواد دی او اړتیا نه لري د نورو سلا مشورو له مخې پرمخ لاړشي.

د باخترآژانس مبصرلیکي: د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاد حفظه الله په کابل کې د عالمانو د سترې غونډې په دویمه ورځ ټینګار وکړ( افغانستان اوس یو آزاد او خپلواک هېواد دی او د کافرانو سلا مشورو ته آن که چېرې تر اټومي برید لاندې هم ونیول شو، غوږ نه نیسو).

هغه په یو شمېر بهرنیو هېوادونو( د اسلامي امارت پر خلاف د فتنې اچولو) تور ولګاوه او ویې ویل، چې دغه هېوادونه غواړي د اسلامي امارت نظام له منځه یوسي.

د دغو څرګندونو سربېره رسنیو، د اسلامي امارت د ویاندویانو له خولې ویلي دي ( د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبت الله آخند زاده په هېواد کې د عمومي بخښنې پر تطبیق د ټينګار په ترڅ کې د افغانستان له سیاستوالو او سوداګرو وغوښتل، چې خپل هېواد ته راستانه شي… دولتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه هغه کسان چې له کوم جرم پرته نیول شوي او بندي شوي آزاد دې کړي).

هغه دغه راز د اسلامي امارت لاس ته راوړنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د اشغال له پای ته رسولو وروسته سراسري امنیت تامین کړی د نشه يي توکو کرکېله او تولید بند کړی او اداري فساد یې له منځه وړی دی.

دغه څرګندونې کېدای شي هغو ګواښونو ته اشاره وي چې اسلامي امارت په تېرو ۱۱ میاشتو کې د یو شمېر هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو له خوا ورسره مخ دی دغه راز د عمومي بخښنې د دوام له ډول ډول فساد سره مبارزه او په بېلا بېلو نومونو د نشه يي توکو د کار او بار په مخنیوي کې د اسلامي امارت د نیکې ارادې ښکارندوی دی، په همدې ترتیب د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاد حفظه الله ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د اسلامي نظام ټينګښت د افغانستان د ټولو مسلمانانو دنده ده که چېرې د اسلامي امارت د بیا ټینګښت د ۱۱ میاشتو بدلونونو ته ځير شو نور په هېواد کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوسیه تړل شوې او اسلامي امارت  په دې برخه کې زیات کارونه کړي، خو له بهرنۍ نړۍ سره د تعامل لپاره د اسلامي امارت له هڅو سره سره یو شمېر هېوادونو هڅې کړي، چې په افغانستان کې د فتنې اور بل وساتي.

په دغه شان یو حالت کې دا د افغانستان خلکو ترمنځ یووالی  او پیوستون دی، چې د بهرنیو توطیو پر وړاندې په درېدو سره د خپل نظام ملاتړ وکړي او دا دیني عالمان دي چې د خلکو د یووالي او پیوستون لپاره باید لاس په کارشي.

دغه عالمان چې په کابل کې راټول شوي، همدغه هدف یې تعقیب کړ چې څنګه او په څه ډول د اسلامي امارت پر وړاندې د مداخلې او دسیسې لاره لنډه کړي او د نظام د دفاع او ملاتړ په لاره کې خلکو ته فرصتونه رامنځته کړي.

بل ټکی چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاد حفظه الله په خبرو کې څرګند و دا دی چې زور او ډار نشي کولای د یو ملت اراده ګډوډه کړي له پخوا څخه تر نن پورې په اسلامي امارت زیات فشارونه اچول شوي، چې د شریعت او امنیت پر بنسټ د یو اسلامي نظام د جوړولو له فکر څخه عدول وکړي او د نورو په فرمایش او نظریو کار وکړي، هغه غوښتنې چې تل د اسلامي امارت له خوا مربوط پېژندل شوي او د دغوغوښتنو پر خلاف په هېواد کې د دیني، شرعي او ملي ارزښتونو پر ساتنې ټينګار شوی او اوس چې اسلامي امارت په هېواد کې پر پوځي او سیاسي حالاتو واکمن دی او افغانستان د یو مشروع نظام تر سیوري لاندې د خپلې واکمنۍ په لور پرمخ ځي په دغه هېواد کې د ډار او وحشت د رامنځته کولو حربه نور تعریف او مانا نه لري.

د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخند زاده څرګندونې د افغانستان خلکو او مجاهدینو ته روحیه ورکړې او هغوی یې د راتلوونکي په نسبت زیات هیله مند کړي دي. ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته