خبرونهامنیتTOP

د اسلامي امارت ځواکونو د پنجشېر عنابه او خنج ونیولې

کابل / د وږي ۱۳ مه / باختر

د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې ځواکونو یې د پنجشېر له پریان او شتل ولسواليو وروسته عنابه او خنج هم په خپل کنټرول کې کړې.

سرچینه زیاتوي چې د پنجشېر ابشار ولسوالي ودانۍ ته هم نږدې شوي او ډېر ژر به یې په خپل کنټرول کې کړي.

د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت ځواکونه د پنجشېر مرکز بازارک ته نږدې شوي او اوس هم جګړه روانه ده.

سرچینه وايي چې په جګړه کې د اسلامي امارت مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د تسلیمۍ لړۍ هم پیل شوې ده.

د ناتائید شویو رپوټونو له مخې؛ د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح او احمد مسعود هم له پنجشېره وتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو د پنجشېر شتل او پریان ولسوالۍ نیولې وې چې د خنج او عنابې په نیولو سره یې شمېر څلورو ته ورسېد، د امارت مسوولین وايي چې ځواکونه یې د پرمختګ په حال کې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته