خبرونهامنیت

د اسلامي امارت ځواکونو پر غیر قانوني لارو بهر ته د لسګونو تنو د تګ مخنیوی وکړ

کابل، د زمري لومړۍ نېټه، باختر

په نیمروز کې د اسلامي امارت ځواکونو ایران ته د یو شمېر افرادو د قاچاق مخه نیولې ده.

د نیمروز د دریمې سرحدي کنډک د لومړي ټولي مسوول احسان الله حسنمل باختر آژانس ته وویل، چې د نیمروز سرحدي منسوبینو د یو شمېر افرادو د قاچاق  مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه، دغه کسان بېرته زرنج ښار ته ولېږدول شول او په دې اړوند یو تن قاچاق وړونکی نیول شوی دی.

د یادولو وړ دی چې د افغانستان اسلامي امارت  د انسان قاچاق د مخنیوي لپاره له هېڅ راز هلوځلو ډډه نه کوي او هره ورځ په سرحدونو کې د سلګونو انسانانو د قاچاقو مخه نیول کېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته