خبرونهامنیت

د اسلامي امارت ځواکونو په لوګر کې د مهماتو یوه زېرمه کشف کړې

 کابل/ د ثور٦ مه/ باختر

د لوګر د امنيې قوماندانۍ منسوبانو د دغه ولايت په مرکز کې د مهماتو د يوې زيرمې د کشف خبر ورکړ.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس د باخترآژانس سيمه ييزخبريال ته وويل، چې د امنيې قوماندانۍ منسوبانو دغه زېرمه تېره شپه د ځانګړو عملياتو په بهير کې  په کلنګار کلي کې  کشف او ترلاسه  کړې ده.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ له کشف شوې زيرمې څخه ٣٤ د توغندې ګولۍ، ٤٠ لاسي بمونه، ٤ زره د کلاشينکوف ګولۍ، ٢ زره د پيکا  ګولۍ او نور پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته