سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت کابینې د «افغان شخصیتونو د راستنېدو او اړیکو کمېسیون»  جوړولو طرحه تصویب کړه

 کابل/ د کب ٢٥ مه / باختر

د اسلامي امارت کابینې په نننۍ غونډه کې د افغان شخصیتونو د راستنېدو او اړيکو لپاره د کمیسیون د جوړولو طرحه تصویب کړه.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د دغه کمیسیون د جوړېدو موخه هېواد ته د افغان شخصیتونو د راستنېدو لپاره لاره هوارول دي.

د کابینې د پرېکړې له مخې د دغه کمېسیون مشري به مولوي شهاب الدین دلاور کوي.

دغه راز د اسلامي امارت کابینې د تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د مدافع وکیلانو د همغږۍ مقرره هم تصویب کړه.

کابینې دغه راز اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارله چې د ځانګړو اقتصادي زونونو         د جوړولو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر وړاندیز غور وکړي او پایله یې             د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابینې غونډې همدا راز پرېکړه وکړه، چې په موټرو کې د اسلامي امارت د مشرانو د تصويرونو له لګولو دې ډډه وکړي.

په دې غونډه کې د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې شته ستونزې او د ترانسپورتي شرکتونو وړاندیزونه هم وڅېړل شول.

د اسلامي امارت کابينې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو د حل په موخه د اړوندو ارګانونو له استازو څخه یو پلاوی وټاکه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته