کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
د هېواد اسلامي امارت د ١٢ لوړ پوړو مقاماتو د سفر د معافيت د تمديدولو هرکلى کړى دى، خو د اسلامي امارت پر دوو مقاماتو د نويو بنديزونو لګول” بيځايه او د ناکامو تجربو تکرار” بولي چې د دغه وزارت په خبره پايله به ونلري.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي؛ د افغانستان حکومت د دوحې د موافقه ليک پر بنسټ د اسلامي امارت پر مقاماتو د ملګروملتو سازمان د لګولو شويو بنديزونو دايمي له منځه وړل خپل حق بولي او د دغو بنديزونو د ليري کولو غوښتنه کوي.
د بهرنيو چارو وزارت د ملګروملتو سازمان له امنيت شورا څخه غوښتي چې د افغانستان د خلکو د حقوقو ضمانت وکړي او د اسلامي امارت د مقاماتو په اړه په تصميم نيولو کې يو اړخيز چلند او قضاوت ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غبرګولي په ٣٠ مه د دوشنبې په ورځ د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا د بنديزونو کميټې د اسلامي امارت د ١٢ لوړ پوړو مقاماتو د سفر معافيت د دوو مياشتو لپاره تمديد کړ.
خو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني او د پوهني وزارت معين سيد احمد شهيد خېل د سفر له معافيت څخه مستثني کړي دي او د اسلامي امارت پر دغو دوو مقاماتو يې نوې بنديزونه لګولي دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت پر مقاماتو د بنديزونو لګول بې پايلې او د ناکامو تجربو دوام دى.
\ ذ