ټولنه

د اسلامی امارت یوشمېر پوځي منسوبينوزده کړې وکړې

کابل /دلړم ٣٠مه /باختر
د افغانستان د اسلامي امارت نږدې سلوتنو پوځي منسوبينو د بدخشان په مرکز فيض اباد ښارکې له پوځي زده کړو وروسته پرون د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ دغو پوځي منسوبينو د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار د دويمې پلې لوا په مرکزکې نوې پوځي تکتيکونه زده کړل.
د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس معزالدين احمدي وويل: فارغ شويو پوځيانو د خلکو د ښه امنيت د تامينولو او د دښمن د احتمالي بريدونود شنډولو په لاره کې به د دغه ولايت په بېلابېلوسيموکې په محاربوي جزوتامونوکې ځاى پرځاى شي.
د يادونې وړده چې د اسلامي امارت د منسوبينو له خوا د هېواد په فتحې سره د استشهادي کنډ ک ، ضربتي قطعې ، منصوري قطعې اودعمري قطعې په نامه پوځي قطعات د بدخشان ولايت په مرکزفيض ابآد ښارکې پرانستل شوي دي چې د دښمن د احتمالي بريدونو په وړاندې دفاع اومبارزې ته چمتودي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته