اعلامیهفرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

کابل/ د زمري ۱۱مه/ باختر

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو د بریدونو او ګواښونو له امله د ۱۱ راډیویي او ۴ تلویزیوني شبکو نشراتي فعالیت درېدلی دی اوخلک نه شي کولای چې په خپل وخت پر حالاتو خبر شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د وسله والو طالبانو بریدونه او ګواښونه چې د بیان له آزادۍ  او رسنیو سره د دوی دښمني څرګندوي، په کلکه غندي. دوی نه غواړي چې رسنۍ واقعیتونه خپاره کړي او د ترهګرو ډلو له ظلمونو او نارواوو پرده پورته کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هلمند کې د ټولو راډیویي او تلویزیونی شبکو له خبریالانو او کارکوونکیو سره خپل غوڅ ملاتړ او پیوستون څرګندوي او له ملي امنیتی ځواکونو او غیرتي هلمندیانو غواړي چې ژر ترژره د دغو رسنیو د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته