خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آثارو او د لرغونو ساحو د ساتنې په برخه کې د دولتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

۱۹- کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين وايي، چې د اسلامي امارت د رئيس الوزرا ملا محمد حسن آخند د وروستي حکم له مخې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د تاريخي ميراثونو د ساتنې او بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاقو مخنيوي په اړوند له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي وايي، چې د اسلامي امارت رييس الوزرا ملا محمد حسن آخند د تاريخي آثارو او د لرغونو سيمو د ساتنې په اړوند يو نوى حکم صادر کړى او ټولې دولتي ادارې يې مکلفې کړې دي؛ چې د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين وايي، چې په افغانستان کې څه د پاسه ٤٠ کلنۍ جګړو او نا امنيو په پايله کې د افغانستان زياتو تاريخي آثارو او تاريخي ميراثونو ته زيان اوښتى او زياتې لرغوني ساحي غصب او آن پلورل شوې دي.
نوموړي وويل؛ چې اوس د سراسري امنيت په تامينېدو سره د تاريخي ميراثونو د ساتنې، د لرغونو آثارو د ساتنې او ترميمولو او د افغانستان د تاريخي عظمت د احيا کولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وايي، چې د رئيس الوزرا د حکم له مخې دولتي ارګانونه مکلف دي؛ چې په لرغونو ساحو کې دغير قانوني کيندنو مخه ونيسي او په لرغونو ساحو کې هر راز فعاليت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ ترسره کړي.
له بله پلوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين له هغو نړيوالو سازمانونو چې د تاريخي ميراثونو د ساتنې په لاره کې فعاليت کوي غوښتنه کوي؛ چې په افغانستان کې خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.
عزيزې وويل؛ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يونسکو سازمان ته د يو ليک په لېږلو سره غوښتنه کړې چې د بابر بڼ د نړۍ د ميراثونو په ليست کې شامل کړي.
هغه زياته کړه چې د بابر بڼ پخوا د آغاخان بنسټ له خوا په معياري ډول بيا رغول شوى او د تاريخي قدامت ارزښت او د معمارۍ سبک په پام کې نيولو سره د تاريخي ميراثونو په لېست کې د شاملېدو لپاره ټول معيارونه بشپړ کړي دي.
مولوي عزيزي وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نړۍ د ميراثونو په ليست کې د بابر بڼ د شاملولو پر وړانديز سربېره د يونسکو له سازمان څخه غوښتنه کوي، چې په غور کې د جام د څلي، د هرات د منارونو او د غزني ولايت د لرغونو ساحو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين د عیکنو مس کان په ساحه کې لرغونو اثارو ته د احتمالي زيان د اووښتو د اندېښنو په اړه وايي، د عينکو د مسو کان ساحه په هماغه اندازه چې اقتصادي ارزښت لري تاريخي ارزښت هم لري او اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې د دې ساحې لرغونو آثارو ته زيان ورسیږي.
نوموړي وويل؛ د هغه قرارداد له مخې چې له چيني شرکت سره لاسليک شوى دى، چې د عينکو د مسو کان په ساحه کې د مسو د اېستلو په کار کې بايد د دغې ساحې لرغونو آثارو ته زيان ونه رسېږي او له بله پلوه د رئيس الوزرا د حکم له مخې د کانونو او پټروليم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه د عينکو د مسو کان په ساحه کې د لرغونو آثارو د ساتنې په موخه خپل مسووليت ترسره کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين وايي، چې دغه وزارت د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره يوه جامع طرحه چمتو کړې، چې د کان کيندلو په بهير کې لرغونو ساحو او آثارو ته زيان ونه رسېږي.
هغه وويل، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د مقام له خوا د دغې طرحې له منظورۍ وروسته قراردادي شرکتونه مکلف دي؛ چې خپل فعاليتونه د یادې طرحې له مخې عيار او لرغونو آثارو او تاريخي ساحو ته زيان ونه رسوي.
مولوي عتيق الله عزيزي له هېواد څخه بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق په اړوند د اندېښنو په باب وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له امنيتي ارګانونو په تېره بيا د کورنيو چارو له وزارت سره په اړيکه کې دى چې د لرغونو آثارو د قاچاقو مخه ونيول شي.
هغه وويل، چې د کورنيو چارو په وزارت کې يوه ځانګړې قطعه د لرغونو آثارو د قاچاقو د مخنيوي لپاره جوړه شوې او ځانګړي تدابیر تر لاس لاندې نيول شوي چې د افغانستان هېڅ تاريخي اثر بهر ته قاچاق نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د لرغونو آثارو د وېجاړولو، په لرغونو ساحو کې د غيرقانوني کيندنو او د افغانستان د تاريخي آثارو د قاچاقو په اړوند اندېښنې زياتې شوېي دي.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډاډ ورکوي چې د دولتي بنسټونو او د نړيوالو سازمانونو په همغږۍ به د تاريخي ميراثونو د ساتنې او د لرغونو آثارو د قاچاقو د مخنيوي په لاره کې هڅې وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته