فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يما شيرزاد مړينه دردوونکې وبلله

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١١ :    
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د مستعد خبريال يما شيرزاد مړينه دردوونکې وبلله .
يماشيرزاد د (بي بي سي) لپاره د سيمه ييز خبريال په توګه کار کاوه او تېره شپه   پلخمري ښار ته څېرمه په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو .
يماشيرزاد د ماسترى تر سويې پورې زده کړې وکړې او د کندز د پيښو په باب يې په پښتو، دري او انګليسي ژبو (بي بي سي) ته خبرونه او رپوټونه برابرول.
يما شير زاد له  ١٥ کلونو را په دې خوا د بيان راډيو، د آلمان د دويچه ويله راډيو،د وخت د خبري آژانس په ګډون په ملي او نړيوالو رسنيو او په وروستيو وختوکې په (بي بي سي) کې کار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د دغه مستعد او ځوان خبريال مړينه ضايعه بولي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ده ته د فردوس جنت او پاتې کسانو او دغه راز خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ته د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته