Uncategorized

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاليسۍ او پلان ، مالي او اداري رياستونو سرپرستان معرفي شول

کابل / د لړم ١٠مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاليسۍ او پلان ، مالي او اداري رياستونو سرپرستان نن د دغو رياستونو کارکوونکو ته تر پېژندلو وروسته په کار پيل وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، الحاج عبدالودود مهاجر د دغه وزارت د پاليسۍ او پلان د رييس او د دغه رياست پخوانى رييس عبدالمقيم افغان د مالي او اداري رياست د سرپرست په توګه معرفي شول.
په دغو مراسمو کې چې د یادو رياستونو يوشمېر کارکوونکي او مسوولين هم حاضر وو، د دغو رياستونو سرپرستانو په ادارو کې ادلون بدلون يو اصل وباله او ژمنه يې وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت موخو ته د رسېدو او د هېواد خلکو ته د خدمت په لاره کې به هېڅ راز هلې ځلې او همکارۍ و نه سپموي.
هغوی څوکۍ او مقام يو امتياز نه، بلکې يو مسووليت وباله او پر زيات کار يې ټينګار وکړ.
بايد وويل شي چې د پاليسۍ او پلان رياست سرپرست د حقوقو او اقتصاد په برخه کې دوه تحصيلي سندونه لري او دغه راز د مالي او اداري رياست سرپرست هم د ادارې او تجارت په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې پورې زده کړه کړې دي.
ج-ا ‏2:30:56 م

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته