خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو نوي معین په کار پیل وکړ

کابل، د غبرګولي٢١مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه د دغه وزارت، د ځوانانو د چارو نوى معين چې د عاليقدر اميرالمومنين د فرمان له مخې مقرر شوى، د دغې ادارې رييسانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اسلامي امارت د وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ذبيح الله مجاهد، د دغه وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى معين مولوي سعدالدين سعيد، کابل ښاروال شيخ ندامحمد نديم او د دولتي ادارو د يوشمېر مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د ځوانانو د چارو نوى معين قاري محمد يونس راشد د دغه معينيت مسوولينو او کارکوونکو ته معرفي کړ.
نوموړي د ځوانانو رول د هېواد په بېلابېلو چارو په تېره بيا د اسلامي امارت په برياليتوب کې مهم وباله او په دې لاره کې یې د هغوى د مبارزو او سرښندنو يادونه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وویل چې د هېواد او د اسلامي نظام راتلوونکى د ځوانانو په لاس کې دى او بايد د هغوى د ښوونې او روزنې، زده کړې، اسلامي عقيدې او د استعدادونو د ودې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه د ځوانانو چارو له معين څخه وغوښتل چې ځوانانو او اسلامي نظام ته د خدمت کولو او د اړوندو مسووليتو نو د پرمخ بيولو په لاره کې د وزارت مشرتابه او د خپلو همکارانو په همغږۍ هڅې وکړي.
وروسته د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ذبيح الله مجاهد د ځوانانو چارو د نوي معين ټاکنه يو ښه ګام وباله او ويې ويل چې د هېواد ځوانان د ټولنې محروم قشر دى او زیاتې قربانۍ یې ورکړې دي.
مجاهد ځوانانو ته پاملرنه د اسلامي امارت يو لومړيتوب وباله او ځوانانو ته د خدمت کولو په لاره کې د ځوانانو چارو نوي معين او د هغه همکارانو ته د بريالتيوب هيله وکړه.
وروسته د کابل والي په خپلو خبرو کې د اداري په چارو کې د مسوولينو او کارکوونکو ترمنځ همغږي، د کار پرمختګ او ښه والي سبب وباله او د ځوانانو چارو نوي معين ته يې د برياليتوب هيله وکړه.
دغه راز د ځوانانو چارو د معينيت يو رييس د دغه معينيت د مسوولينو او کارکوونکو په استازيتوب خبرې وکړې او د چارو د لاښه پرمخ بيولو کې یې د ځوانانو چارو له نوي معين سره خپله همکاري څرګنده کړه.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته