فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پلانونه، ستونزې او ننګونې واورېدې

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
په هغه پروګرام کې چې د هرات په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې په همدې مناسبت جوړ شوى و، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان او يو شمېر همکاران يې، خپلې لاسته راوړنې، پروګرامونه او ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه مطلب په بيان سره چې هرات د درېيو دورو ( د غزنويانو، سامانيانو او غوريانو د اسلامي تمدن) ميراث لرونکى دى او مهم مقام لري، د اسلامي تمدن زړه او ډېره ځلانده دوره پېژندل کېږي.
زهير د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رييس او کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې په   لنډه موده کې د فرهنګي مديريت شکل بدلوو.
هغه زياته کړه: مديريت بايد له څوګونې حالت څخه ووځي او ټول اماکن او فرهنګي ميراثونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په مستقيم ډول مديريت، ساتنه، څارنه او مرمت شي او دغه راز عوايد يې د دولت حساب ته ولېږدول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز په دغه پروګرام کې وويل: زموږ پاليسي په عمل پورې تړلې ده او د اطلاعاتو او فرهنک وزارت په عيني او عملي        بڼه بايد عايد لرونکى شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته