خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: په هېواد کې د فرهنګ او هنر د ودې لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده

کابل / د کب ۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیر خواه ملي ګالري بیا ځل پرانېسته.
په دې پرانېست غونډه کې چې د اسلامي امارت ویاند او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، د فرهنګ او هنر معین مولوي سعد الدین سعید، د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي عتیق الله عزیزي، یو شمېر مسوولینو او هنرمندانو ګډون کړی وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د ملي ګالري دائمي نندارتون او د استاد محمد بشیر پیکان د خطاطۍ نندارتونونه هم پرانېستل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیر خواه وویل چې اوس په هېواد کې د فرهنګ او هنر د ودې لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې کوي چې د اسلامي اصولو په آډانه کې د فرهنګیانو او هنرمندانو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
هغه له هنرمندانو، لیکوالو او فرهنګیانو غوښتنه وکړه چې د هېواد اصیل فرهنګ معرفي کولو او بډاینې لپاره لاس په کار شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له هنرمندانو څخه د ملاتړ پر څرګندولو سربېره وويل چې افغانستان غوره اسلامي او فرهنګي ارزښتونه لري او دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو له لارې د هېواد دننه او بهر خلکو ته ستر فرهنګي او هنري پروګرامونه جوړ کړي.
د استاد پیکان د خطاطۍ په نندارتون کې ۲۰۰ اثار نندارې ته ایښودل شوي چې د دوو اوونیو لپاره به د خلکو پر مخ خلاص وي.
د یادونې وړ ده چې استاد پیکان او چشتي د خطاطۍ څلور اثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته ډالۍ کړل او د ساتنې په موخه ملي ګالري ته وسپارل شول.

ن/ ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته