امنیت

په بلخ کې دوه تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
د بلخ پوليسو دوه تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيول.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل: د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبانو دوه تنه چې غوښتل يې نشه يي توکي د يو سراچه موټر په واسطه مزارشريف ښار ته ولېږدوي د بلخ په لويه لاره کې ونيول شول.
عادل زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه ٥ کيلوګرامه چرس هم ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته