امنیت

د افغانستان اسلامي امارت استول شوي هییت د لوګر له زندان څخه لیدنه وکړه

کابل /دمرغومي ۲۶مه /باختر
د افغانستان اسلامي امارت استول شوي هییت پرون د لوګر زندان بېلابېلې برخې وکتلې او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت به د بندیانو د جرمي دوسیو په څېړنه کې د اسلام مبین دین او د قوانینو په رڼا کې پریکړه وکړي.
د باختراژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې، دغه هییت د زندانونو چارو د تنظیم رییس مولوي عبدالله حقیق په مشرۍ د محبس روغتیایي کلینیک، ادارې او نورې برخې وکتلې
مولوي عبدالله حقیق وویل چې د لوګر زندان مسوولین او کارکوونکي له بندیانو سره مناسب چلند کوي او د هغوی د دوسیو په څېړنه او ستونزو په حلولو کې د اسلامي امارت له مسوولینوسره هم خبرې کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته