کابل / د سلواغې ۱۹ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر هبة الله اخند زاده صاحب د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي نورالله منیر او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخاءالله سعید سره په قندهار کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د پوهنې وزیر د وزارت وړاندیزونه او ستونزې له عالیقدر امیرالمؤمنین سره شریکې کړې او د ځينو موضوعاتو په اړه یې ورڅخه لارښوونې وغوښتې.
په همدې حال کې عالیقدر امیرالمؤمنین د هېواد په تعلیمي ډګر کې د پوهنې وزارت هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول توان سره د دیني مدرسو، عصري ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو اکمال، تمویل او فعالولو په برخو کې په پوره جدیت سره کارکوي او خپل ټول امکانات او اسانتیاوې په کار اچوي.
ن/ر