امنیت

د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي بنسټونو خبرتیا

کابل / د وږي ۶ / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره له هغو کسانوڅخه چې دولتي وسایط ، مهمات او نورمالونه يې له ځان سره وړي غوښتي چې اسلامي امارت ته یې تسلیم کړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې خبرتیا کې ویل شوي دي چې په کابل ښارکې ټولوهغوکسانوته چې دولتي وسایط ، مهمات او نورمالونه له ځان سره لري، د یوې اوونۍ په بهیر کې دې په خپل رضایت سره د افغانستان اسلامي امارت بنسټونوته وسپاري.
په خبرتیا کې ویل شوي دي، له یوې اوونۍ وروسته د دغو مالونو د کشفولوپه صورت کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته