اعلامیهخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د تصفیې کمېسیون اعلامیه

– کابل – د ثور لومړۍ – باختر
د اسلامي امارت د تصفیې کمېسیون له خوا ټولو هغو محترمو تجارانو، صرافانو، د شرکتونو مالکانو، د صحي او سوداګریزو مارکېټونو خاوندانو او د شخصي وسلو ګرځوونکو اشخاصو ته چې د روان کال په پيل کې د کابل ښار د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ترې د تصفیې کمېسیون له خوا وسلې او وسائط اخیستل شوي، خبر ورکول کېږي چې د خپلو وسائطو، وسلو او اړونده اجناسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره سر له سبا د کابل ښار د دار الامان په لوا کې د تصفیې کمېسیون مرکز ته مراجعه وکړي.
د یادولو وړ ده چې یاد مرکز ته تر ورتګ وړاندې اړینه ده چې هر کس باید د خپلو اړونده اجناسو د مالکیت قانوني اسناد له ځان سره ولری.
دغه راز تجاران، صرافان، د صحي او سوداګریزو مراکزو او امنیتي کمپنیو مالکان دې خپل د کار، وسلو او وسائطو ګرځولو جوازونه وار له مخه له کورنیو چارو وزارت او نورو مربوطه وزارتونو څخه تصدیق او تائید کړي.
د وسائطو تسلیمولو لپاره له (٠٧٣٠٤٧٢٥٤٢) شمېرې او د وسلو ترلاسه کولو له پاره له (٠٧٧٢٨٢٩٧٩٥) شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
همدا ډول کومې وسلې او وسائط چې د مالکیت اسناد یې تر اوسه نه دي تشخیص شوي، په اړه به یې په نږدي راتلونکې کې تصميم ونيول شي.
وهاج
‏10:36:45 سهار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته