سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه جوړه شوه

 کابل ، د ثور ۲۱مه ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه پرون په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د یاد کمېسیون غړیو (د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق او دغه راز له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون رئیس شیخ شهاب الدین دلاور او غړي انس حقاني ګډون کړی و.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د بېلابېلو سیاسي موضوعاتو په ځانګړي ډول له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوی د راستنېدو د زمینې برابرولو او همدارنګه د فرهنګي فعالیتونو او بشري مرستو په اړه تر بحث او خبرو وروسته لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د اسلامي نظام له ټینګېدو وروسته، دا د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون لومړنۍ غونډه ده.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته