سیاست

د افغانستان اسلامي امارت د صفوفو د تصفيي کمېسيون کندزته ورسېد

کابل / د لړم١٥/ باختر:
د افغانستان اسلامي امارت د صفوفو د تصفيې کمېسيون مسوولين له ملګري هيئت سره يې کندز ته ورسېدل.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د افغانستان اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو د صفوفو د تصفيې کمېسيون مرستيال مولوي عبدالله غزنوي وويل چې د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدين د افغانستان د ټولو خلکو په همکارۍ وکولاى شول چې امريکا او دهغه متحدين له افغانستان څخه وباسي او دهېواد خپلواکي ترلاسه کړي.
غزنوي زياته کړه چې کندز ته زموږ د راتګ موخه په کندز کې د اسلامي امارت د مجاهدينو په ليکو کې د تصفيې د طرزالعمل تطبيقول دي .
دهغه د څرګندونوله مخې؛ دهېواد دښمنان په دې فکر کې و چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدين په هيڅ صورت خپلو هدفونو ته نشي رسېدلى، خو له نيکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت مجاهدينو وکولاى شول د خپلواکي غوښتوونکو په همکارۍ اشغالګر له هېواد څخه وباسي.
د کندز د والي مرستيال مولوي محمد شاکر سعد وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو په ليکو کې د قانون د تطبيق هرکلى کوي.
هغه زياته کړه چې د کندز اسلامي امارت د مجاهدينو په ليکو کې نظم او دسپلين ٨٠ سلنه رامنځته شوې ده خو د کندز مشرتابه د اسلامي امارت د مجاهدينو په ليکو کې د لاِښې تصفيې په برخه کې هر اړخيزه همکاري کوي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت اسلامي امارت د مجاهدينو د تصفيې د کمېسيون ريييس جنرال شيرمحمدشريف وويل چې د دغه کمېسيون هدف د ولايت په کچه د کمېسيون جوړول دي او دغه کمېسيون د کندز په کچه اسلامي امارت د مجاهدينو په ليکو کې د تصفيې په اړه هر اړخيزصلاحيت لري.
په پاى کې مولوي لطيف الله لطيف چې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو په ليکو کې د تصفيې د کمېسيون په سر کې دى وويل؛ د افغانستان اسلامي امارت به هيچا ته اجازه ورنکړي چې افغانان له يوبل څخه جلا کړي او افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دى .
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته