اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست خبرتیا

ټول هېوادوال او حکومتي ارګانونه کولای شي چې خپلي شرعي استفتاوې/ پوښتنې په لیکلې بڼه یاد ریاست ته راجع او په خپل نوبت باندې یې د مطهره شریعت په رڼا کې په شرعي دلائلو ځواب تر لاسه کړي؛ البته د حکومتي ادارو اړوند پوښتنې باید په مکتوبي شکل او د ارګان د مسوول یا د مرستیال لاسلیک ورباندې موجود وي.
عام هېوادوال چې د هېواد هر ګوټ کې وي، هغه پوښتنې او موضوعات دې مرکزي دار الافتاء ته نه راجع کوي کوم چې په شرعي محکمه کې تر جریان لاندې وي.
یادونه: مرکزي دار الافتاء غږېزه استفتاء او پوښتنه نه ځوابوي. مستفتیان کولای شي چې د وټس اپ یا ایمېل ادرس له لارې خپلي پوښتنې له مرکزي دار الافتاء سره شریکې کړي.
که چېري کوم چا مرکزي دار الافتاء ته د وټس اپ یا اېمیل ادرس له لارې نه بلکې په حضوري ډول یې پوښتنه راجع کوله نو تر ریاست د باندې د استفتاوو یو صندوق شته خپلې استفتاوې دې یاد صندوق ته ورواچوي.
په استفتاء کې د نوم، ادرس، تیلفون يا وټس آپ شمېرې لیکل اړین دي.
د اړیکو شمېره: ۰۰۹۳۷۰۶۲۲۴۰۵۳
ایمېل ادرس : [email protected]
ادرس : والي کوټۍ/ منډیګک ته مخامخ د نارنج ماڼۍ نوی ښار، قندهار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته