سیاستخبرونهامنیت

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان حکومت او د طالبانو د تحریک ترمنځ منځګړیتوب وکړ

 کابل، د غوايي ۲۸ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک ترمنځ په کابل کې مذاکرات ترسره شول.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي چې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوي او په لنډ مهاله اوربند هم توافق شوی دی.

په خبره یې، د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې مذاکرات په بریالي شکل پرمخ لاړ شي او له دواړو لورو څخه یې د یو بل د زغملو او انعطاف هیله کړې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته