سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل / د وږي ۲۱ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن او د قطر د امیر له مستشار الشیخ محمد ابن احمد المسند او د هغوی له مل پلاوي سره نن له غرمې وروسته په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، شيخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارووزارت سرپرست خليفه صاحب ملا سراج الدین حقاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل اخند، د استخباراتو لوی رییس مولوي عبدالحق وثیق، انس حقاني او نورو مسوولینو هم ګډون لاره.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو، د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او له اسلامي امارت سره د نړېوالو پر تعامل خبرې وکړې.
د اسلامي امارت مشرتابه د قطر له حکومت او ولس څخه مننه وکړه چې تل په سختو شرایطو کې د افغانستان له ولس سره درېدلي او مرسته یې ورسره کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې د دوحې توافقنامه د افغانستان یوه تاریخي لاسته راوړنه ده او یاد هوکړه لیک ته باید ټول اړخونه ژمن پاتي شي.
د قطر د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او ټول افغان ولس ته د فتحې مبارکي وویله او له افغانستان سره یې د ښو اړیکو پر دوام او د نړیوالو مرستو پر راجلبولو ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بري وروسته دا کابل ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته